دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۴
د مطلب کود : 212758
بلخ کې له طالبانو سره نښته کې ۶ افغان سرتېرو ژوند بایللی
د بلخ والي ویاند، منیراحمد فرهاد وايي، د یاد ولایت چهاربولک ولسوالۍ په پیازکار کلي کې له طالبانو سره نښته کې ۶ افغان سرتېرو ژوند بایللی او بل ټپي دي.
نوموړی زیاتوي چې نښته تېره شپه (دوشنبې د چنګاښ په ۲مه نېټه) هغه مهال شوې چې طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستې برید کړی، طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
ښاغلی فرهاد وړاندې وايي چې نښتې کابو درې ساعته دوام وکړ او پایله کې یې یادو سیمه ییزو پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته.
هغه همداراز وايي چې نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله  اوښتې، خو کره شمېر یې نه دی څرګند.
له بلې خوا د بوعلي سینا روغتون مسوولان وايي چې دغه روغتون ته شپږ اووه جسدونه او پنځه تنه ټپیان وروړل شوي دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcamunua49n601.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته