دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۷
د مطلب کود : 213330
ولسمشر: د هیواد د نورو ښارونو د پلان جوړولو لپاره دې اقدام وشي
ولسمشر د هرات، خوست او جلال اباد ښارونو د چوکاټي پلانونو د بشپړولو او د مزار شریف او کندهار ښارونو د مقدماتي پلانونو د نهایي کولو په موخه غونډې ته معلومات ورکړل؛ د ښار جوړولو او ځمکو وزارت یې موظف کړ ترڅو د دې چوکاټونو د معیارونو پر اساس د هیواد د نورو ښارونو د پلان جوړولو لپاره اقدام وکړي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د هیواد د نورو ښارونو د پلان جوړولو لپاره دې اقدامات وشي.
نوموړي دا خبرې د افغانستان د کابینې په غونډه کې کړې دي.
دا ناسته پرون دوشنبه جوړه شوې وه.
ارګ یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ جمهوررئیس د هرات، خوست او جلال اباد ښارونو د چوکاټي پلانونو د بشپړولو او د مزار شریف او کندهار ښارونو د مقدماتي پلانونو د نهایي کولو په موخه غونډې ته معلومات ورکړل؛ د ښار جوړولو او ځمکو وزارت یې موظف کړ ترڅو د دې چوکاټونو د معیارونو پر اساس د هیواد د نورو ښارونو د پلان جوړولو لپاره اقدام وکړي.
د ښارجوړولو وزارت په دې وروستیو کې یو شمیر ښارونو ته د پلان جوړولو کارونه جوړ کړي چې ویل شوي، ټولو ښارونو ته به پلانونه او طرحې جوړې شي.
 
https://avapress.com/vdchxxniv23nzxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته