دخپریدو نیټه :جمعه ۱۳ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۸
د مطلب کود : 213603
روسيه کې له ټولپوښتنې وروسته اساسي قانون کې تغير راځي چې له مخې به يې ولاديمير پوتين تر ۲۰۳۶ کلونو پورې د دغه هېواد ولسمشر وي. د شوې ټولپوښتنې له مخې اوس مهال ۷۸ سلنه خلکو مثبته رايه ورکړې ده. اساسي قانون کې نوی بدلون پوتين ته اجازه ورکوي چې چې د جمهوري ریاست د اوسنۍ دورې وروسته د دوو نورو شپږ کلنو دورو لپاره د جمهور رئیس په توګه پاته شي. نو پوتين چې له شلو کلونو راهيسې روسيه کې د ولسمشر او لومړي وزير په توګه دندې ترسره کړي اوس مهال ۶۷ کلن دی چې تر ۸۳ کلنۍ پورې به پر واک پاتې شي.
د ښاغلي پوتین ویاند دیمیتري پسکوف، وویل په هیواد کې د رای فیصدي د هیواد د اداره کولو لپاره د په پوتین باندې د روسانو د ژور اعتماد ښکارندوي کوي.

ولادیمیر پوتین د ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۸ کال پورې د جمهور رئیس، د ۲۰۰۸ ن تر ۲۰۱۲ پورې د صدراعظم او یو ځل بیا د ۲۰۱۲ نه تر اوسه د روسیې د جمهور رئیس په توګه پر دې هیواد باندې واکمن دی.
 
https://avapress.com/vdcawenue49n6i1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته