دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۰۸
د مطلب کود : 213987
د ملي امنیت عمومي ریاست په یوې خپرپاڼه کې وايي چې په کابل ښار کې پر یوه روغتون او یوې رسنۍ د ځانمرګو بریدونو مخنیوی کړی دی.

د دغه بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د داعش ډلې دوو بریدګرو چې غوښتل یې په یوې رسنۍ او د کابل په لوېدیځ کې د مولا علي پر روغتون برید وکړي، د دغه بنسټ د ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه دوه تنه - لطف الله مشهور په خراساني او احمدالله چې د کابل ولایت د شکر درې ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
د دغې خپرپاڼې پر بنسټ، دغه دوه تنه د داعش د درې غړو له خوا جذب شوي وو.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcfcmd0ew6dy1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته