دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۱۲
د مطلب کود : 214082
د خوست په موساخېلو ولسوالي کې نهه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
د خوست موسا خیلو ولسوالۍ کې نهه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې. د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند وایي، چې تیره ورځ وسله والو د خوست موسا خیلو ولسوالۍ سفري سیمه کې پر امنیتي ځواکونو برید کړی و چې په پایله کې یې دری وسله وال وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

مومند زیاتوي چې د وسله والو په دغه برید کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی رسیدلی.
طالبانو تر اوسه په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdcc40qii2bqsx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته