دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۵۳
د مطلب کود : 214084
د کليو پراختيا وزارت وايي، د ۲۹ ولایتونو لپاره د څه باندې ۷۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۵۹ پروژو د هوکړه لیکونه لاسلیک شول. د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د چهار شنبې پر ورځ دچنګاښ په ۱۸ مه د څه باندې ۷۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت له اړوندو پرمختیایې شوراکانو سره د۲۵۹ پرمختیایې پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د کليو پراختيا وزير په دې اړه وويل:

«دا پروژې دهیواد په ۲۹ ولایتونو کې چې روزګان، بادغیس ، بدخشان ، بامیان ، بغلان ، بلخ ،پروان ، پکتیا ، پکتیکا ، تخار ، جوزجان ، خوست ،دایکندی ، زابل ، سمنگان ،سرپل ، غزنی ، غور ، فاریاب ، کابل ، کاپیسا ، کنړ ، کندهار ، لوگر ، میدان وردک ، ننگرهار ، نورستان ، هرات اوهلمند دي پلې کیږي او د تطبیق په ترڅ کې به یې نږدې ۴۵۸ زره کاري ورځې رامنځته شي، د کلیو بیارغونې او پراختیا دوزیر په وینا دا پروژې ۱۴۸ د اوبو رسولو شبکې، ۱۲۷ ژورې او سطحي څاه ګانې، د اوبو ۹۹ زیرمې، ۷ روغتیایي مبرزونه او ۴۲۵۰ متره د اوبه خور کانال لري چې له ګټو به یې ۳۷۴ زره کلیوال برخمن شي.»

ددې پروژو یوه برخه له ملي بودیجې او بله برخه یې د امریکا دمتحدو ایالتونو د پرمختیایې ادارې او همدازار د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د صندوق (یونیسف) له لوري تمویلیږي.
 
https://avapress.com/vdceve8wejh8z7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته