هرات کې د کرونا ویروس ٢٩ تازه مثبتې پیښې ثبت شوې.
د عامي روغتیا ریاست ویاند داکتر محمد رفیق شیرزی وایي، تیرو ٢٤ ساعتونو کې د ٥٦ کسانو د کرونا معاینات کتل سوي، چې له ډلې یې ٢٩ مثبت دي.
هغه وایې دې سره هرات کې د کرونا ویروس پیښې ٥١٧٢ ته لوړ سو.
دغه راز تیرو ٢٤ ساعتونو کې دوه تنه د کرونا له امله مړه سوي چې د مړو شمیر هم ١٤٩ کسانوں ته ورسید.
دي ولایت کې د کرونا له پیل څخه تراوسه ١٠٠ هغه کسان هم مړه سوي چې د کرونا شک ورباندي سوی دی.