له دې مخکې د بخښنې نړیوال سازمان هم ویلي و، چې په افغانستان کې د بشري حقونو ټولنه د چارواکو او وسله والو ډلو له فشار سره مخامخ ده.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله فرهنګ پرون د چنګاښ په شلمه آزادۍ راډیو ته وویل، دا کمېسیون په افغانستان کې د بشري حقونو د مدافع ډلو د خوندیتوب لپاره د هرې هڅې ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړه: "موږ د بشري حقونو د فعالانو د ساتنې لپاره د هڅو او غوښتنو ملاتړ کوو او په عین حال کې د بشري حقونو پر مدافعانو د هدفي حملو د زیاتېدو له کبله اندېښمن یو."
د بخښنې نړیوال سازمان چې مرکز یې په لندن کې دی پرون- جمعه په یوه بیان کې وویل چې په افغانستان کې د بشري حقونو مدافع ډلې او فعالان له وېرولو، ځورولو، خبرداریو او تشدد سره مخامخ دي.
د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان پر حکومت غږ کړی چې د بشري حقونو د فعالانو د خوندیتوب لپاره یو عملي او اغېزمن مېکانېزم جوړ کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس