دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۴
د مطلب کود : 214234
هلمند کې څلور وسله وال ووژل شول
دهلمند د ملي امنيت ریاست  مطبوعاتي دفتر وایي، د نادعلي ولسوالۍ د شاول د دښت او پیمان کیمپ تر منځ سیمه کې  پر طالب وسله والو هوايي بریدو شوی دی.
د خبرپاڼې په خبره، یاد هوايي برید کې څلور وسله وال وژل شوي دي.
خبرپاڼه وړاندې ليکي، چې وژل شوي وسله والو د طالبانو د نورالهدا د وسله والې ډلې اړوند دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې یاد برید د افغان هوايي ځواکونو له لورې شوی.
طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcbfab5arhb85p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته