دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۲
د مطلب کود : 214249
امریکا هم دغه هېواد ته د پاکستان د PIA شرکت په الوتنو بنديز ولګاوه
د اروپایي هیوادونو وروسته امریکا هم د پاکستان د پی ای اې په پروازونو بندیز ولګاوه. د امریکا د ټرانسپورټ وزارت دغه هیواد ته د پاکستان  نړیوال هوایي شرکت «پي ای اې» مستقیم پروازونه لغوه کړي. د یاد شرکت پروازونه ځکه لغوه شوي چې ویل کېږي د پاکستاني پیلوټانو د اسنادو په اړه اندېښنې موجودې دي.
وروسته تر هغه چې امریکا په یاد شرکت بندیز ولګاوه، پي ای اې په تازه خپره کړې اعلامیه کې یاده موضوع منلې او زیاته کړې یې ده چې له یو شمېر پیلوټانو څخه یې پوښتنې پیل کړې او د پوښتنو په لومړي پړاو کې یې ۱۷ پیلوټان له ندو ګوښه کړي.
https://avapress.com/vdchkkniw23nzid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته