دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۵۸
د مطلب کود : 214256
نن سهار شاوخوا ۱۱ بجې د زابل مرکز اړوند ځوزګرۍ سيمه د سرک غاړې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې چې له امله یې درې ماشومان وژل شوي دي. د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال پېښه تائیدوي وايي، په دې پېښه کې دوه نور ماشومان ټپيان شوي هم دي. نوموړی وایي، ځای پر ځای شوی ماین وسله والو طالبانو خښ کړی وو. وسله والو طالبانو تر دې مهاله رسنیو ته څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcftjd0vw6dy0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته