دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۲۵
د مطلب کود : 214298
د کرونا د خوریدو بېړنۍ کمیتې د دولتي ادارو د کاري ساعتونو طرحه تائید کړه
د دغې طرحې له مخې؛ تاکل شوې، چې د دولتي ادارو کاري ساعتونه د سهار له اته بجو څخه د مازیګر تر ۴ بجو تنظیم شي او د دولتي ادارو کارمندان به په دوه کاري وختونو جفت او طاقو ورځو کې کارونه تر سره کوي.

دغه راز په دې ناسته کې پرېکړه شوې، چې د روان کال د زمري تر ۱۵ به ښوونځي او دغه راز دولتي او خصوصي پوهنتونونه تړلي وي او د زمري له ۱۵ وروسته به یې پرانسته د عامې روغتیا وزارت په مشوره د کرونا ویروس له ودې او خوریدو سره تړاو ولري.
د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش ویلي؛ د ښوونځيو او دغه راز د دولتي او خصوصي پوهنتونونو بیا پرانسته د عامې روغتیا وزارت له پرېکړې سره تړلې؛ ځکه هر وخت یې، چې وضعیت مناسب ولید؛ حکومت به د دغو ښوونیزو او روزنیزو بنسټونو د پرانستې په اړه پرېکړه وکړي.
دغه راز د کرونا ویروس د خوریدو او مخنیوي بېړنۍ کمیتې په نننۍ ناسته کې د کرکت لوبو د پیل طرحه پرته له لیدونکیو ومنله.
د هېواد د کرکت بورد استازيو ویلي؛ لکه څرنګه، چې کرکت لوبه د واټن په نظر کې نیولو سره ترسره کیږي؛ ځکه، نو د دې آزادې لوبې د سیالیو د بیا پیل غوښتونکي شوي دي.
دوی زیاته کړې، چې دوی به له لیدونکیو پرته کرکت سیالۍ تر سره کوي؛ خو هڅه کیږي، چې د لوبې بهیر په ژوندۍ بڼه د تلویزیونونو له لارې خلک وو
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcb9ab5wrhb85p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته