د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، نوموړی په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د غازي امان الله خان په لېسټ اې سیالیو کې د جعلي لاسلیکونو، له لوبغاړو د مالیې ګرځولو او نورو سرغړونو له امله له دندې ګوښه شوی دی
هستي ګل عابد د کرکټ د ملي لوبډلې د روزونکي او د کورني کرکټ د مسول په توګه پاتې شوی او په دې اداره کې یې ورته نورې دندې هم ترسره کړې دي. د کرکټ بورډ د خبرپاڼې پر اساس، د هغه د ګوښه کېدو پرېکړه د بشري سرچینو د اصولو له مخې شوې ده. بلخوا، هستي ګل عابد پر ده لګول شوي تورونه رد کړي او زیاته کړې یې ده چې دا اداره له ګڼو ستونزو سره مخ ده.سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس