دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۲
د مطلب کود : 214892
جمهوررئیس غني د غوریانو دورې  د تاریخي اسنادو مجموعه د افغانستان ملي ارشیف ته وسپارله
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د غوریانو دورې د تاریخي اسنادو مجموعې د سپارلو په مناسبت جوړو شویو مراسموکې ګډون او وینا وکړه.
په دغومراسمو کې چې د ارګ په ارشیف کې ترسره شول، د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرست طاهر زهیر  له خواجه میرزامحمد څخه مننه وکړه چې د خپل ژور ملي، تاریخي او فرهنګي احساس له مخې یې دغه تاریخي اثار ملي ارشیف ته وسپارل او همدارنګه یې د ټولو هغو اشخاصو او ادارو قدرداني وکړه چې په دې اړه د جمهوررئیس د لارښوونې په اجرا کې یې هلې ځلې وکړې.

د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرست وویل، د هیواد په بېلابېلو برخو کې له ژمنو او وطن ته وفادارو خلکو سره قلمي نسخې او تاریخي فرهنګي اثار ساتل کېږي او موږ په داسې طرحه کار کوو چې د یو میکانیزم له مخې عمومي بلنه ترتیب او پر اساس به یې دا ارزښتناک اثار له افرادو څخه ملي ارشیف او د ارګ ارشیف ته انتقال کړو.

نوموړي وویل، د تاریخ په اوږدو کې ملي موزیم او ملي ارشیف د حوادثو له اغېزو او لاسوهنو خوندي نه وو او زه هیله مند یم چې ستاسو د فرهنګي پالیسۍ په اساس به هم ملي ارشیف او هم ملي موزیم له حوادثو او لاسوهنو خوندي شي.

ورپسې غلام محی الدین صدیقي د یادو تاریخي اسناد د موندنې او د هغو د قاچاق د مخنیوي په اړه معلومات ورکړل وې ویل، خوښ یم د غور د پخوانۍ زمانې تاریخي اسناد چې د ټول افغانستان اړوند دي، ملي ارشیف ته سپارم.

د ملي ارشیف رئیس محمد افسر رهبین په خپلو خبرو کې وویل، د تاریخي اسنادو مجموعه چې د غوریانو دورې د فرهنګ او تمدن یوه ګوښه رانغاړي، له څو کالو راهیسې یې په غور ولایت کې زموږ وطنپال هیوادوال خواجه میرزامحمد ساتنه کوله.  

هغه زیاته کړه، د غور اسنادو مجموعه د تاریخ په یوه مهمه او مشخصه مقطع کې زموږ د خلکو ټولنیز، سیاسي او فرهنګي روابط او مناسبات انعکاس کوي او ځانګړی تاریخي ارزښت لري.

رهبین وویل، دا اسناد فقهي مسایل، د زمیندارۍ چارې، د مالیو راټولول، رسمي او خصوصي لیکونه او د غوریانو دورې اړوند نور موضوعات رانغاړي او د دې اسنادو مجموعه په امانت ډول د ملي ارشیف مخزن ته سپارل کېږي.

د ملي ارشیف رئیس څرګنده کړه، د ملي ارشیف ریاست په داسې حال کې چې د غور د اسنادو مجموعې ته لاسرسی د هیواد د تاریخي اسنادو په برخه کې یوه مهمه لاسته راوړنه بولي، غواړي چې د ملي ارشیف د لا بډاینې لپاره کافي بودجه تخصیص شي، ترڅو د عمومي بلنې له لارې ارشیفي اثار راټول او د قاچاق مخنیوی یې وشي.

جمهوررئیس غني له خواجه میرزامحمد څخه د غوریانو دورې تاریخي اسنادو مجموعې له تسلیمولو او د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرست طاهر زهیر ته د هغو له سپارلو وروسته وویل، نن د ډېرې خوښۍ ځای دی چې زموږ یوه علمي او تاریخي خزانه د افغانستان ملي ارشیف ته سپارل کېږي چې اوسنيو او راتلونکو نسلونو ته د څېړنو، تعبیر او تفسیر لویه منبع ده او ابعاد یې دومره پراخه دي چې د اسلام د مبین دین او د ادیانو د مقایسوي تاریخ ډېر اړخونه به ورسره روښانه شي.

جمهوررئیس وویل، غواړم له خواجه میرزامحمدڅخه د زړه له کومې مننه وکړم ، ځکه د دوی له پاملرنې پرته دا مهم اسناد د له منځه تلوخطر سره مخ وو. ملت، دین او تاریخ ته ستاسو تعهد د قدردانۍ وړ دی. هغه زیاته کړه، دا اسناد به د ټولو په خدمت کې وي او ضرور ده چې ټول ډیجیټل شي او په اساسي توګه د نړۍ د ټولو مورخینو په اختیار کې قرار ولري.

د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د غور تاریخ په دې وروستیو کې د مقایسوي تاریخ له پلوه ډېره پاملرنه وراړولې او ضرور ده چې دا او هلته پیدا شوي نور اسناد د غزنویانو او غوریانو دورو ابعاد روښانه کړي .

جمهوررئیس غني د ملي ارشیف مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې عمومي بلنه ترتیب او مشخص میکانیزم پیشنهاد کړي چې یو فصل د دوی په بودجه کې ځای شي. همدارنګه یې مالیې وزارت ته لارښوونه وکړه چې د تاریخي اسنادو د اخیستلو لپاره د ملي ارشیف او د ارګ د ارشیف په بودجه کې یو خاص باب برابر شي.

جمهوررئیس وویل، زموږ د استادانو او محصلینو د لاسرسي لپاره باید د دې اسنادو یوه برېښنایي کاپي موجوده وي او زه باور لرم چې دا به ژر په نړیوالو ژبو هم ترجمه شي، ځکه ډېر نادر دي او د نړۍ په اکثره هیوادونو کې د عباسي او غزنوي دورې نهایت کم اسناد موجود دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcb9ab55rhb8wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته