په ټوليز ډول تر دې مهاله طالبانو د افغان حکومت شاوخوا ۸۰۰ بنديان ازاد کړي او افغان حکومت بیا شاوخوا ۴۵۰۰ طالب بنديان ازاد کړي دي.
خو تر دې مهاله هم د هغو ۵۹۲ طالب بنديانو پر سر ناندرۍ روانې دي چې طالبان يې د خوشي کېدو غوښتنه کوي خو حکومت وايي، دغه زندانیان په درنو جرمونو کې د ښکېلتیا له کبله نه خوشي کوي.
له بل لوري نن په کابل کې د ولسمشر محمد اشرف غني وياند صديق صديقي يو ځل بيا پر طالبانو غږ وکړ چې تاوتريخوالی کم کړي او سولې ته په رښتيني ډول خپله ژمنتیا څرګنده کړي، خو طالبان وايي، تر هغې يې چې د لېست له مخې ټول بنديان ازاد نه شي، چمتو نه دي چې بين الافغاني خبرې پيل کړي.
د طالبانو او د امريکا د متحدو ايالتونو تر منځ د دوحې هوکړې له مخې بايد افغان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ او طالبان د افغان حکومت ۱۰۰۰ زندانیان ازاد کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس