دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۲
د مطلب کود : 215212
ناټو: د سولې له هوکړې وروسته هم د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمن یو
د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی سټیفانو پونټیکاروو وایي، د سولې له هوکړې وروسته هم دغه تړون د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ ته ژمن دی.
نوموړي له خامه پرس سره په ځانګړې مرکه کې وویل:
د سولې له هوکړې وروسته به له نوي افغان حکومت سره چې تازه به د سولې له جوړجاړي راوتلی وي، خبرې کوو. د ناټو لخوا يو اړخیزه پرېکړه نه کېږي، موږ به د افغان حکومت غوښتنې واورو چې هغه وخت دوی له موږ څه غواړي او موږ به خپلو امکاناتو ته په کتو، د دوی غوښتنې ومنو.
سټیفانو وویل، ناټو تر ۲۰۲۴ کاله له افغانستان سره خپل سیاسي او مالي ملاتړ ته دوام ورکوي.
نوموړي زیاته کړه، د شمالي اتلانتيک سازمان تړون يا ناټو په ګډون ټوله نړيواله ټولنه د افغانستان د سولې هوکړې پايلو ته سترګې په لاره ده.
پونټیکاروو وویل، طالبان باید بشري حقونو، د ښځو حقونو، د لږکيو حقونو، پوهنې، روغتیا او د رسنيو د ازادۍ په ګډون د افغان ټولنې بېلابېلو لاسته‌راوړنو ته درناوی وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcizwarrt1azr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته