دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۸
د مطلب کود : 215234
د خاص ارزګان امنيه قومندان د ماين چاودنه کې ووژل شو
د ارزګان ولايت د خاص ارزګان امنيه قومندان دادګل، په دې ولسوالۍ کې د سيمه‌ييزو پوليسو قومندان او هلته د ملي اردو د مېشتو سرتېرو قومندان د ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.
د ارزګان د والي وياند زړګی عبادي وايي، په دې پېښه کې څلور نور سرتېري هم وژل شوي دي.
د نوموړي په خبره، دغه پېښه نن سهار ۹ بجې په خاص ارزګان ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
دغه راز په سيمه کې امنيتي سرچينو خامه پرس ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د ملي امنيتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ سختې نښتې هم روانې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcc1pqi02bqsi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته