دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۵
د مطلب کود : 215566
لغمان: د ښاري نظم د پراختيا لپاره بېلا بېلې کاري کمېټې جوړې شوې
د لغمان والي په مشرۍ د ښاري نظم د پراختيا لپاره بېلا بېلې کاري کمېټې جوړې شوې. د لغمان د رسنیو دفتر ویلي؛ ياده ناسته نن يکشنبه د زمري پر ۵ نېټه ترسره شوه، پرمهال يې لغمان والي رحمت الله يارمل سربېره، مرستيال والي الحاج شهزاده مظلوم يار، د ولايتي شورا رئيس عتيق الله عبدالرحيمزي، د بېلابېلو سکتورونو مسوولينو او يو شمېر نورو ګډون کړی وو.

لومړی لغمان والي رحمت الله یارمل وويل:
د کمېټو ټول غړي دې په بشپړې امادګۍ سره ياد مجلس ته په خپل وخت راځي، ترڅو وکولای شي په ښه شکل په اړونده موضوعاتو هر اړخيزه بحث وکړي.
نوموړي د ښاري نظم د پراختيا کمېسيون په چوکاټ کې د راغلي طرزالعمل مطابق بېلابېلو نوې کاري کمېټې جوړې کړې.
مهترلام ښاروال نظيف الله الکوزي د ګلارام، پنج پای او شمټيو ښارګوټو د تفصلي پلان په اړه هر اړخيزه معلومات لغمان والي سره شريک کړل.
لغمان والي وويل:
د يادو ښارګوټو لپاره د تخنيکي سروې لپاره دې يو ګډ پلاوي وټاکل شي، ترڅو په دې اړه یو جامع ګزارش وړاندې شي.
مهترلام ښاروال د محبس د ځمکې د انتقال په اړه هم هر اړخيزه معلومات لغمان والي سره شریک کړل.
په ورته مهال لغمان والي رحمت الله يارمل د يادو ښارګوټو او محبس د ځمکې لپاره د تخنيکي ستونزو د حل په موخه د بېلابېلو ادارو څخه جوړ ګډ پلاوي وټاکه، ترڅو ټولو ستونزو ته په وخت رسيدګي وشي.
هغه وويل:
په اداري او د ولايت د پرمختيايي مجلسونو کې دې هر موضوع په دقيق ډول وڅېړل شي او بيا دې پرې فيصله وشي، ترڅو په راتلوونکي کې له ستونزو سره مخ نه شوو.
نوموړي وويل د سبزي جاتو د مارکېټ د جوړولو لپاره دې ټول اړخونه وسنجول شي او د ښاريانو ستونزې دې هم په پام کې ونيول شي.
https://avapress.com/vdcaimnui49n6m1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته