دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۱
د مطلب کود : 215743

د یاد بنسټ په راپور کې راغلي چې په هېواد کې به د لوږې کچه ۱۳ سلنه او له ۵۵ فیصده به ۶۸ فیصده ته لوړه شي. تر دې مخکې وړاندوینه شوې وه چې د هېواد اقتصاد به په روان میلادي کال کې درې سلنه وده وکړي، خو اوس د کورونا ناروغۍ له کبله رامنځته شوی بحران د اقتصادي ودې ټیټېدو لامل شوی. په خپاره شوي راپور کې له حکومت غوښتنه شوې چې د دې ستونزې د حل لپاره په ټولنیزو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په افغانستان کې له ۳۶ زره ډېر وګړي پر کویډ ۱۹ ناروغۍ اخته شوي، تر ۲۵ زره ډېر ترې جوړ شوي او ۱۲۷۰ بیا ترې مړه شوي دي. روغتیا وزارت له هېوادوالو غوښتنه کړې چې د اختر په ورځو کې له ګڼې کوڼې ډډه وکړي او روغتیایي سپارښتنو ته جدي پام وکړي.
https://avapress.com/vdchkmnix23nzqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته