دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۱
د مطلب کود : 215816
کابل ښاریان اوږدمهاله اوربند غواړي
طالبانو د اختر په درېيو ورځو کې اوربند اعلان کړ او له خپلو ټولو جنګیالیو څخه یې غوښتي چې د اختر په دريېو ورځو کې په افغان امنیتي ځواکونو برید ونه کړي. د کابل یو تن اوسېدونکی جماالدین صابري وایي، د طالبانو له خوا اوربند به د دې لامل شي چې خلک اختر په خوښۍ او له هر ډول تاوتریخوالي او جګړو څخه لرې تېر کړي.
صابري وایي، جګړه د هیچا په ګټه نه ده او له ویرانۍ پرته بله پایله هم نه لري او له طالبانو غواړي چې نور له جګړې لاس واخلي او د سولې لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي. د خلکو ترڅنګ افغان حکومت او د مصالحې عالي شورا هم د طالبانو له خوا د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی. د جمهوررییس ویاند صدیق صدیقي په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې اوربند په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره یو مهم ګام دی او د افغانستان خلک د یوه دوامداره اوربند او د طالبانو او حکومت ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل غوښتنه کوي. په ورته وخت کې د ملي مصالحې عالي شورا هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو له خوا د اوربند د اعلان هرکلی کړی او هیله یې ښوودلې چې له دغه اوربند څخه وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیل او په یوه تلپاتې اوربند هوکړې ته ورسیږي. خو د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا د طالبانو له خوا د اوربند په اړه بېلابېل نظرونه لري. د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي دا اوربند د دواړو لورو ترمنځ د باور فضا د رامنځته کولو لپاره یو مهم ګام ګڼي. د سیاسي چارو شنونکی سیدناصر موسوي وایي، دا اوربند د طالبانو له خوا یو شین څراغ دی او دا به د بین الافغاني مذاکراتو او دوامداره اوربند لپاره زمینه مساعده کړي. خو د چارو ځینې نور شنونکي بیا دا د طالبانو له خوا یو جنګي تکتیک ګڼي او وایي چې شاید له دې وروسته به طالبان په هېواد کې لوی او مرګوني بریدونه وکړي. د چارو شنونکی صادق دانش وایي، شاید طالبان له دې فرصت څخه په ګټې اخیستنې خپلې لیکې پیاوړې او تاوتریخوالی زیات کړي. د طالبانو له خوا درې ورځنی اوربند په داسې حال کې اعلانیږي چې د دوحې له هوکړې وروسته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د زندانیانو د خوشې کولو پر سر اختلافونو د بین الافغاني خبرو اترو د پیل او سولې د پروسې د بریالیتوب لپاره هیلې کمرنګه کړې دي خو اوس ولیدل شي چې دغه اوربند به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اختلافات حل کړي او بین الافغاني خبرو اترو ته به لاره هواره کړي او کنه؟
https://avapress.com/vdcizwarqt1azv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته