د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، په کلني ډول د لوړپوړو چارواکو په امنيت څلور مېلیارده او ۲۰۰ مېليونه افغانۍ لګول کېږي.
نوموړي د لويې جرګې د ۳۳۰ مېليونه افغانيو د لګښت په تړاو نيوکو ته په غبرګون کې پر خپله فېسبوکپاڼه د لوړپوړو چارواکو د امنیت د لګښت په تړاو يادې شوې شمېرې (نجومي شمېرې) بللې دي او خلک يې په دې تړاو بحث ته رابللي دي.