دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۲۴
د مطلب کود : 216229
پاکستان: افغان ځواکونو پر پاکستاني سرتېرو بريدونه کړي
د پاکستان حکومت وایي، افغان ځواکونو په پاکستاني سرتېرو بريدونه کړي، يو پاکستانی سرتېری يې وژلی او درې نور يې ټپيان کړي دي.
د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان سرتېرو پرون ناوخته په ډېورنډ فرضي کرښه د دوی پر پوستو په مستقیمه توګه برید کړی او له سپکو او درنو وسلو یې کار اخیستی چې په پایله کې یې یو پاکستانی عسکر وژل شوی او درې تنه نور ټپيان شوي.
خبرپاڼه لیکي، سرتېرو یې اغزن سیم ته څېرمه حضور درلود چې له افغان لوري پرې برید شوی.
دا په داسې حال کې ده چې د لوی اختر په لومړۍ شپه پاکستاني ملیشو د سپين بولدک ـ چمن پر لاره په عامو وګړو ډزې کړې وې چې ګڼو ملکی کسانو ته یې مرګ‌ژوبله واړله او وروسته د افغان سرتېرو له ځوابي برید سره مخ شول چې په کې ګڼو پاکستاني ملیشو ته هم مرګ‌ژوبله وا وښتله.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchi-niw23nzid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته