دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۴۶
د مطلب کود : 216870
د کریکټ له نړیوالو سیالیو د مهندرسنګ ډوني مخه‌ښه
د هند کریکټ ملي لوبډلې لوبډل مشر، مهندر سینګ ډوني د شنبې په ورځ(د زمري په ۲۵مه نېټه) اعلان وکړ چې په نړیوالو لوبو کې یې د دغه هېواد له لوبډلې استعفا ورکړې ده.
ډوني انسټاګرام کې ليکلي دي:«ستاسې له ملاتړ او محبته منندوی یم.»
د هند د کریکټ بورډ رییس، سورا ګنګولي د ډوني دغه کار په غبرګون کې ویلي دي:«دا د یوه تاریخ پای دی، د هغه (ډوڼي) د مشرۍ ځانګړنې هغه څه دي چې ورسره مطابقت به سخت وي، په ځانګړې توګه لنډمهاله لوبو کې.»
هغه زیاه کړې چې:«هر ښه شئ پای مومي او دا یو روښانه امر دی.»
همداراز د هند کریکټ بورډ عمومي منشي، جي شاه هم د ډوني لپاره د هند غوره لیګ سیالیو کې ورته بریاوې هیله کړې ده.
جي شاه ويلي دي چې ډوني په د هند غوره لیک کې چې د سپټمر په ۱۹مه نېټه به عربي متحده اماراتو کې ترسره شي، لوبه وکړي.
ډوني د ۲۰۰۴ زیږدیز کال په وروستیو کې د هند ملي لوبډلې لپاره خپله لومړۍ لوبه د بنګله دیش پر وړندې وکړه او په کې یې د غوره ویکت کېپر په توګه خپله لوبه نندارې ته وړاندې کړه.
هغه د هند غوره روزونکی شو چې په ۲۰۰۷ کال کې یې نړیوالو ۲۰ اورېزو لوبو کې خپله لوبډله اتلولۍ ته ورسوله.
۲۰۰۹ زیږدیز کال کې هم د هند ملي لوبډله د ټسټ لوبو نوملړ سره کې راغله، او ۲۰۱۱ کال کې یې هم لوبډله د نړیول  جام یوې ورځنیو لوبو کې لوبډله اتله کړه.
ډوڼي د هند کریکت لیګ غوره لوبغاړی دی او اوسمهال په چیناي سوپر کینګ کې لوبه کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjame8yuqevoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته