له دغه وزارت څخه رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې نن سهار اته بجې او ۳۰ دقیقې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د نوموړي پر موټر د مقناطیسي ماین چاودنه وشوه. د خبرپاڼې په وینا، په دې پېښه کې عبدالباقي امین وژل شوی او موټر چلوونکی یې سخت ټپي شوی دی. د دې پېښې مسولیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی. دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د کابل ښار په ۱۶مه او ۱۷مه حوزو کې د راکیټي بریدونو په پایله کې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.