نوموړی وایي:
د هلمند اقلیم د جوارو کرکېلي لپاره مناسب اقلیم دی او په دې ولایت کې د جوارو بېلابېل ډولونه کرل کیږي او د پلور لپاره نورو ولایتونو ته صادریږي.
الکو زیاته کړه، دوی هلې ځلې کوي، چې هلمند کې د جوارو د پروسس لپاره د خصوصي سکټور په برخه کې زمینه برابره کړي، تر څو ددې ولایت جوارو لپاره د بازار موندنې ترڅنګ د غوړیو تولید او د حیواني خوراکې چمتو کولو برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.
د هلمند جوار د کابل په ګډون په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم مینه وال او ګرم بازار لري.
د هلمند ولایت د غلو دانو د منډوي د ازادو کاروباریانو او سوداګرو په وینا؛ له هلمند څخه هره ورځ سلګونه مټریک ټنه جوار کابل، لوګر، غزني، کندهار، مقر، شاجوی، بولدک، او ننګرهار ته صادریږي، چې په یادو ولایتونو او سیمو کې پروسس او د نباتي غوړي ترڅنګ تر حیواني خوراکي پورې په بېلابېلو توکو کې کارول کیږي.
هلمند د هغو ولایتونو په ډله کې ده، چې د بېلابېلو کرنیزو توکو د کرکېلي لپاره مناسبه هوا لري په دې ولایت کې تر ډېره غنم، جوار، لوبیا او نور ډول ډول کرنیز توکي کرل کیږي، چې ښه پایلې هم ورکوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)