دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۱۱
د مطلب کود : 218220
BBC هرات ډېر پخوا د انځورګرۍ او خطاطۍ ترڅنګ د حکاکۍ هنر زانګو هم پاتې شوې. حکاکي یعنې پر ډبره، فلزاتو او لرګیو د نقشونو کاږل او لیکنې کول پنځه پېړۍ مخکې په هرات کې ډېر دود و، خو په تېرو څو لسیزو کې ډېر پیکه شوی. اوس د ګوتو په شمېر حکاکان په هرات کې فعالیت کوي. دېرش کلنه خاطره امید یوه له هغو حکاکانو څخه ده چې د یوه کارځي په جوړولو سره یې د دې هنر د ژوندي ساتلو لپاره هڅې پيل کړي. نوموړې اوس د ټولنیزو شبکو له لارې هم خپلو آثارو ته د بازارموندنې هڅې پیل کړي خو په خبره یې تر اوسه د دې آثارو بازار سوړ دی.
خاطره امید د هرات په ارګ یا اختیارالدین کلا کې، په یوه کوچنۍ خونه کې چې د دې په کارځي بدله شوې ناسته ده او پر یوه تابلو کار کوي. په دې لرګینه تابلو په ښکلی خط د (مور) کلمه کښل شوې او ترڅنګ یې د یوه بیت شعر پرحک کولو یا کیندلو بوخته ده. په هرات کې د تیموریانو د عصر نقاشي، تذهیب او خطاطي د کندهار نجونو ښکلو هنرونو ته مخه کړې د دی کارځي په تاقچو کی مختلف توکي او آثار وینم. پر یوه نسبتا لویه اوسپنیزه تابلو د داسې نجلۍ انځور په ختلي یا برجسته ډول ترسترګو کیږي چې منګۍ یې پر اوږه دی او د ګودر پر غاړه ولاړه ده. تر څنګ یې له لرګیو جوړه شوې زښته لویه تسپې (تسبیح) او بلې خوا ته له لرګیو جوړ شوی کوچنی رباب اېښودل شوی. مېرمن امید تازه خپلو آثارو ته د بازار موندنې نوې هڅه پيل کړې. د دې آثارو عکسونه پر ټلګرام او فیسبوک خپروي. BBCپه دې لرګینه تابلو په ښکلی خط د (مور) کلمه کښل شوې او ترڅنګ یې د یوه بیت شعر پرحک کولو یا کیندلو بوخته ده. مېرمن امید وایي په معمولي نندارتون کې د دې توکو اېښودل چندان ګټه نه کوي: “دا چې موږ په نندارتون کې ګډون وکړو کم شمیر خلک دا آثار لیدلی شي. مګر اوس چې ټولنیزې شبکې کاروو کار یوڅه ښه شوی. ویلی شم چی ګټه مو درې برابره زیاته شوې. پخوا به مو په میاشت کې پنځه وړاندیزونه د هنري اثر د تولید لپاره ترلاسه کول او اوس په میاشت کې څه باندې پنځه لس وړاندیزونه موږ ته کیږي.” BBCد حکاکۍ هنر نورو هغو ته خورا ستونزمن دی، ځکه هر ځای دا کار نه شو کولای او فزیکي ستړیا هم لري. د مېرمن امېد په خبره له تازه هڅو سره سره بیا هم د حکاکۍ بازار ډېر سوړ شوی: “تر هغو چی دا آثار کورني او بهرني مشتریان پيدا نه کړي همداسې به پراته وي. هغوی چې اقتصاد یې ښه دی دغه توکي اخلي. له دولت څخه مو غوښتنه دا ده هغه توکي چې د ډالۍ په توګه یې ځینو مراسمو کې مشرانو ته ورکوي له همدې اثارو واخلي دا به د هنر مندانو د هڅېدو سبب وګرځي.” BBCيه هرات ولایت کې د حکاکۍ هنر دا ډول هنري آثار د ماشیني توکو خلاف په زیاته کچه او په کم وخت کې نه جوړیږی. حکاکي داسې یو هنر دی چی د انځورګرۍ او خطاطۍ خلاف، د ذهني مهارت ترڅنګ فزیکي زحمت او سختي هم لري او کله پر یوه اثر څو اونۍ او آن څو میاشتې هم کار روان وي. له مېرمن امید مې وپوښتل چې دا هم په دې هنر کې سختۍ ویني؟ “دا ډېر زیات سخت کار دی ځکه دا داسی یو کار دی چې د هنرمند ګوتې او لاسونه هم زخمي کولی شي. له بلې خوا دا کار هر چېرته نه شي ترسره کېدلی. موږ دا کار په کور کې نشو کولی ځکه ضایعات ډير لري او د بلې خوا غږیزه ککړتیا هم لري. د شپې له خوا دا کار نشو کولی.” د حکاکۍ دغه هنر تر اوسه په سختۍ ساتل شوی ځکه په بېوزله ټولنو کې داسې توکۍي خرڅلاو نه لري. ددې ډول توکو اصلي پېرودونکي (مشتریان) بهرني سیلانیان دي خو د دوی شمېر هم په ورستیو لسیزو کی د جګړو له کبله خورا کم شوی. د بل هر کسب او کار په شان د حکاکۍ د هنر غوړېدل او د هغو د بازار تودېدل هم په سوله او ثبات پورې اړه لري.
https://avapress.com/vdcauanuw49n6u1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته