دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۰
د مطلب کود : 218834
افغانستان کې ۵۶ تنه کرونا نیولي ۵ نور مړه شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوي او ۵ تنه نور مړه شوي دي.
روغتیا وزارت دوشنبه سپټمبر ۱۴ (وږې ۲۴) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۳۶۵ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۵۶ یې مثبت ثابت شوي دي.
له یادو پېښو څخه ۲ په کابل،۳۰ هرات، ۲ کندهار، ۷ بلخ، ۱ کندز،۱۱ بادغیس،۲ دایکندي او ۱ په میدان وردګ ولایت کې ثبت شوې ده.
د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۸۷۷۲ ته ورسېد.
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله په هیواد کې د کرونا له امله په هرات او تخار ولایتونو کې ۵ تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر۱۴۲۵ تنو ته ورسېد..
همدارنګه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۳۵ تنه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۳۲۰۷۳ ته پورته شوو.
کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین هیواد د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شوو.
د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۲۹ میلیونه کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې۹۲۴زره نور ورڅخه مړه شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbfwb5arhb8wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته