دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۲۷
د مطلب کود : 219246
تازه مسلمان شوی برېټانوي د حج او اوقافو وزارت علمي مجمع جواز تر لاسه کولو ته اړتیا لري
د هېواد ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، یو برېټانوي وګړی د شهادت کلمې په لوستلو د «اسلام په سپېڅلي» دین مشرف شو.
په همدې حال کې، د حج وزارت ویلي، چې د علمي مجمع ریاست د افتا امریت ته د جواز اخیستو لپاره، د تازه مسلمان شوي برېټانوي غوښتنه لېږل شوې.
عبدالله ویلي، هغه د نورو دینونو له څېړنې او مطالعې وروسته، د «اسلام سپېڅلی دین» د عدالت، یو شانوالي او برابرۍ دین موندلی.

هغه دغه راز ویلي، اسلام د بشریت راتلونکي ته یوه ښه برنامه لري او « زما په زړه کې دې دین له ډېر وخت راهیسې ځای نیولی و، چې اوس خپل دې ارمان ته ورسېدم».
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjxhe8muqev8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته