دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۲۷
د مطلب کود : 220083
کابل کې وسله وال برید او ماین چاودنه کې درې تنه وژل شوي
د افغانستان د وتلي انځورګر او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د غړي حمدالله ارباب پر موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې ده.
دغه چاودنه نن یکشنبه سهار شااوخوا اته بجې د کابل ښار د اتمي امنیتي حوزې اړوند «هیوادوال بلاکو» سیمه کې شوې ده.
د کابل پولیسو هم ویلي چې دغه چاودنه په سیمه کې پر یو لنډکروزر موټر باندې شوې او پرمهال دوه تنه ټپیان شوي دي.
خو د افغانستان د اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غړي حمدالله ارباب ویلي چې نوموړی له دغه چاودنې څخه روغ وتلی، خو موټر چلوونکی یې تر چاودنې وروسته په روغتون کې ساه ورکړې ده.
د حمدالله ارباب پر موټر نننۍ چاودنه پراخه کچه غندل شوې ده.
بلخوا نن سهار ۷ بجې د کابل ښار د شپاړسمې امنیتي حوزې «تانک چکر» سیمه کې دوه تنه دولتي مامورین د ناڅرګندو کسانو په ډزو کې وژل شوي دي.
تر دا مهاله د دغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaawnue49nuw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته