د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۱۱۸ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۱۰ پایلې یې مثبتې وې.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته شپږو تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۳ زره او ۶۴ تنو ته ورسېد.
دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته یو ناروغ خپل ژوند له لاسه ورکړی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر یو زر او ۴۷۳ تنو ته ورسېد.