دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۰۲
د مطلب کود : 220533
سرپل کې یوې چاودنې دملي پوځ۱۰ سرتېري او درې تنه ولسي وګړي وژلي دي
په سرپل ولایت کې د سړک تر غاړې ماین چاودنې، د ملي پوځ لس تنه ځواکونه او درې تنه ولسي وګړي وژلي دي او د ملي پوځ درې سرتېري ټپيان دي.
دغه پېښه تېره ورځ (شنبې د تلې پر ۱۹) د دغه ولایت د مرکز سرپل په بغاوي کلي کې هغه مهال رامنځته شوې چې د ملي پوځ دوه هاموې ټانګونه له دغه کلي د سرپل د مرکز په لور تلل.
ځايي چارواکو تراوسه د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
بلخو تراوسه د دغې پېښې مسوولت هم چا نه دی منلی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaewnue49num1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته