د بهرنیو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ليدنه کې دواړو لورو په راتلونکې مياشت کې د ګډ اقتصادي کمېسيون پر جوړېدو، د ګډو اقتصادي پروګرامونو پر پلان او پلي کېدو، د ګډو پروژو په چوکاټ کې د برېښنا پر توليد، د وارداتي برېښنا او ګمرګي تعرفو پر ټيټېدو، د افغانستان پر کرنيزو محصولاتو د ترجيحي تعرفې پر ايجاد او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ تر منځ د بېلانس د رامنځته کېدو لپاره د پلانونو پر جوړېدو خبرې وکړې.
د خبرپاڼې په حواله، دواړو لورو د ګډو اقتصادي پروژو د پلي کېدو پر اهمیت د ټینګار تر څنګ، په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو د اړيکو پراخېدل مهم وبلل.
د ايران د نيرو وزير په دغه ليدنه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزير محمد حنیف اتمر ته له افغانستان سره د برېښنا د توليد او انتقال په برخه کې د خپلو همکاريو د دوام په تړاو ډاډ ورکړ.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)