دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۰۱
د مطلب کود : 220554
امامعلي رحمان غواړي د پنځم ځل لپآره ولسمشر شي
د تاجکستان جمهور رئیس امامعلي رحمان چې د روسیې نژدې متحد دی د یکشنبې د ورځې اکتوبر ۱۱ (تلې ۲۰) په انتخاباتو کې د پنځم پرله پسې ځل لپاره ولسمشرۍ ته کاندید دی.
د رویترز اژانس د رپوټ له مخې پداسې حال کې چې د هغه څلورو نورو سیالانو دا منلې ده چې ښایي زیاتې رای ترلاسه نکړي، پدې توګه د ښاغلي رحمان بریالیتوب حتمي بریښي.
خو ددې سربیره ښایي دا ځل انتخابات د خلکو زیاته پاملرنه راجلب کړي او دا ځکه چې د پخواني شوروي اتحاد په دوو نورو جمهوریتونو بلاروس او قرغزستان کې د انتخاباتو په نتیجه کې پراخې نا ارامۍ رامنځ ته شوي چې د روسیې شاوخوا سیمې یې بې ثباته کړې.
امامعلي رحمان د ۱۹۹۲ کال راهیسې پر تاجکستان چې ۹.۵ میلیونه نفوس لري واکمن دی. هغه په پرله پسې توګه پر دې هیواد باندې خپل نفوذ زیات کړی دی او په ۲۰۱۶ کې یې د هیواد د اساسي قانون تعدیل کړ او د جمهوري ریاست څوکۍ ته د کاندیدو محدودیتونه لرې کړل چې وکړای شي هر څومره چې غواړي په واک پاته شي.
د یکشنبې د ورځې په انتخاباتو کې د ځایې وخت تر غرمۍ پورې څه د پاسه ۴۴.۶ فیصدو خلکو رای کارولې وې.
د رویترز آژانس په وینا په تاجکستان کې زیات شمیر خلک پدې باور دي چې ښاغلی رحمان به د خپلو نهو اولادونو له جملې څخه خپل زوی رستم رحمان لپآره لاره هواره کړي چې ځای ناستی یې شي.
د هغه زوی رستم امامعلي همدا اوس د پلازمینې دوشنبې ښاروال او د سنا مشر دی.
د ښاغلي رحمان د خلکو دموکراتیک ګوند او د هغه د حکومت لوی اپوزیسیون د سوسیال دموکرات ګوند دی چې د اعتراض له مخې یې د انتخاباتو سره پریکون کړی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdkz0xoyt0xk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته