دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۹
د مطلب کود : 220593
خلیلزاد دوحه کې له مرکچي پلاویو سره ولیدل
د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاویو سره وکتل.

سرچینې وايي په ډېر احتمال سره ښایې نن دوشنبې (د تلې په ۲۱مه نېټه) به دواړه لورې کومه ناسته ونه لري، خو د افغان حکومت پلاوی هیله لري چې ستونزې به تر یوې او دوو ورځو پورې هوارې شي.
د خلیلزاد، قطر او د افغان سولې د بهیر د ملاتړو هېوادونو هڅې د سولې خبرو لپاره د بندون ماتولو لپاره روانې دي.
سرچینې وايي چې د اوسني بندونه د وتو لپاره څو تازه غوراوي وړاندې شوې دي او اوس هر څه د طالبانو دریځ پورې تړاو لري.
کابو یوه میاشت کېږي چې دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو پلاوي د سولې خبرو لپاره د طرزالعمل پر جوړولو سره ناندرې کوي.
د یادې مودې تېرېدو سره د بین الافغاني مذاکراتو په کړنلاره کې د نظراختلاف مذاکراتي پلاوي هوکړې ته له رسېدو راګرځولې دي او د مذاکراتو کړنلاره تایید شوې نه ده .
د مذاکراتو د کړنلارې د جوړېدو په هکله پر دوه ټکو کې اخلاف دی؛ لومړی دا چې طالبان وايي که چېري د مذاکراتو په لړ کې اختلاف رامنځته شي؛ حل لاره یې باید په حنفي فقه کې ولټول شي او دویم دا چې طالبان ټینګار کوي چې د افغانانو تر منځ د مذاکراتو بنسټ باید له امریکا سره د دوی تړون وي.
اوس د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی له دغو دواړو مسالو سره مخالف دی او هرې یوې ته بدیلونه لري.
د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو کړندلاره په داسې حال کې په څه کم یوې میاشت کې بشپړه شوې نه دع چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په څو میاشتو کې پایلې ته د دې بهیر د رسېدو غوښتونکی دی او وایي چې په دې بهیر د کلونو تېرېدل نړیوالې ټولنې او د افغانستان خلکو ته د منلو نه دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgyz9xwak9xn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته