دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۰۴
د مطلب کود : 221010
۱۲۰۰ تنه د کمانډو د لوړو تعلیماتو له ښوونځي څخه فارغ شول
د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت د ځانګړو قطعو ۱۲۰۰ تنه سرتیري، بریدملان او افسران د کمانډو د عالي تعلیماتو له ۱۴ اونیزې دورې زدکړو وروسته په ځانګړو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د چارواکو په شتون کې فارغ شول.
دغو فارغانو د سپکو او درنو وسلو په کارونې سره خپلې ځواکمنتیاوې او وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړې.
د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود میاخیل وویل: ستاسو په شتون سره د هېواد د سولې او آرامتیا دښمنان هېڅکله نشي کولای د جګړې له لارې خپلو شومو اهدافو ته ورسیږي؛ هغوی د خلکو له نفرت سره مخ دي؛ اما تاسې د ټولو په زړونو کې یاست او له تاسو ملاتړ کوي.
همداراز د ځانګړو عملیاتو د قول اردو قوماندان وویل: دغه کمانډویان له خپل ځان څخه تېریږي؛ خو د دښمن پر وړاندې د خپلو خلکو له ځان او مال څخه دفاع کوي.
دغو کمانډویانو ژمنه وکړه چې له هرې ممکنه لارې او په هر ډول شرایطو کې له افغانستان او افغانانو دفاع کوي او دښمن ته به ددې اجازه ورنکړي چې خلکو ته زیان ورسوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb88b5grhb5gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته