دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۴
د مطلب کود : 253564
په اشغالي فلسطین کښې دصهیونیسټ رژیم پوځي اډې ته اور واچول شو
اسرائیلي ځواکونو او فلسطینی ځوانانو تر منځ له نښتو وروسته د بیت المقدس په زاړه برخه کې د العساویه په سیمه کې د رژیم یوه پوځي اډه سوځول شوې ده.
دغه اورلګیدنه په سیمه کې د صهیونیسټي پوځیانو او فلسطیني ځوانانو تر منځ له نښتې وروسته رامنځ ته شوې چې په پایله کې یې صهیونیسټي ځواکونه هم ونه توانیدل چې دغه کس وپيژني او ونیسي.

د بیت المقدس په څنډه کې د صهیونیسټي پوځي اډې سوځول په داسې حال کښې دي چې دغو پوځیانو په تیرو څو ورځو کښې د بیرغ د ورځې د خیالي مراسمو په لړ کښې له فلسطینیانو سره څو فزیکي نښتې هم کړي دي.

د بیرغ د ورځې مراسم چې له څو کلونو راهیسي د صهیونیسټانو له تبلیغاتو او جنجالونو سره مخامخ دي د فلسطین د مختلفو ډلو له خوا خبرداری ورکړل شوی دی او په دغه مقاومت کښې څه د پاسه ۲۰۰ فلسطینیان ژوبل شوي هم دي.

دفلسطینیانو په وړاندې دصهیونیسټ رژیم دځواکونو له ظالمانه او وحشیانه چلند سره سره په ډیرو برخو کښې دفلسطین ښاریان په خپل ډول سره غبرګون ښیې.

د یکشنبې په ورځ، په اشدود کې د دي رژیم دویمه د تیلو د تصفیې کارخانه د بیرغ د ورځې په جریان کې د فلسطینیانو په وړاندې د تاوتریخوالي په ترڅ کې اور واخیست.
 
https://avapress.com/vdcaienuy49nmm1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته