دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۵۹
د مطلب کود : 253743
کندهار کې د شري ناروغۍ کمساري زیاتېدل
کندهار کې روغتیایي مسوولین وايي، په دې ولایت کې په شري ناروغۍ د اخته ماشومانو په شمېر کې ډېروالی راغلی.
افغان غږ خبری آژانس – کندهار، په دې ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر چې سلګونه تنو ته رسېږي یو شمیر یې د کندهار په ميرويس حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دي. ډاکټران وایي هرکال د هوا بدلیدو سره په شري ناروغۍ د اخته ماشومانو شمیر کې زیاتوالی راځي چې اصلي لامل یې د کورنیو لخوا کوچنیانو ته د واکسین نه ورکول یادوي.

کندهار کې د ميرويس حوزوي روغتون د ماشومانو د څانګې مشر ډاکټر محمد صديق اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، په شري ناروغۍ اخته ماشومان دغه روغتون ته ډېر ور وړل کېږي خو‌ په منځ کې يې دوی يوازې هغه بستروي چې حالت يې خراب وي او دوامداره نظارت ته اړتيا ولري.

د ده په وینا، چې د تېر اوړي مياشتې په جريان کې هم دغه روغتون ته په شري ناروغۍ ۳۸۵ تنه اخته ماشومان وروړل شوي وو او له هغې جملې دوی ۱۸۳ هغه بستر کړي او لسو ماشومانو بيا خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

په اوسني وخت کې حتا ډېر شمېر کسان دومره حوصله هم نه لري چی خپل ماشوم تر يو روغتيايي مرکز پورې ورسوي او هلته د شري وړيا واکسين ورکړي.

کندهار کې تېر کلونه هم په شري ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر و، خو له دې سره سره اوس هم ډېر شمېر ميندې او پلارونه ځان د شري له واکسين څخه بې خبره ښي.

کندهار کې لا هم د شري نارغۍ په اړه خلک پوره معلومات نه لري او خپل ماشومان ژر تر ژره روغتیايي مرکزونو ته نه وړي.

دا په داسې حال کې ده چې روان کال د وري په ۱۵مه نیټه د طالبانو روغتیا وزارت اعلان کړی و چې په افغانستان کې ۲۵ زره ماشومان په شري ناروغۍ اخته شوي چې په وینا یې له دې جملې څخه ۱۸۶ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
 
https://avapress.com/vdcjxte8tuqeiaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته