دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۳۵
د مطلب کود : 253809
امام خمیني ره د مکتب اصلي موضوع د د ظلم سره مبارزه ده
د ایران ولسمشر د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمینی ره د تلین په مراسمو کې د دې په بیانولو چي له ظلم او استکبار سره مبارزه، د امام خمینی ره د مکتب له اصلي موضوعاتو څخه ده، وویل: ایران تر اسلامي انقلاب وروسته د نړۍ د مظلومانو په امن ځای او ملاتړ باندې بدل شو.
افغان غږ خبری آژانس، د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي دې ته په اشارې سره چي د نړۍ د مظلومانو ژغورنه د امام خمینی ره د سیاسي مکتب له مهمو اړخونو څخه دی، زیاته کړه: د نړۍ ټوله مظلومان امام خمینی ره خپل مقتدا بولي.

د ایران جمهور رئیس په دوام کې د امام خمینی ره دې خبرې ته په اشارې سره، چي امریکا هیڅ هم نه شي کولای، وویل:  نن سبا وینو چي د سپیني ماڼۍ ویاند په ښکاره سره وایي چي په ایران باندې د زیات فشار کمپین ماته خوړلې ده.

هغه د دې په بیانولو چي په نړۍ کې زیات سیاستوالان موجود دي خو له معنویت پرته سیاست بشریت لپاره کړاوونه رامینځ ته کړي، وویل: له معنویت پرته د سیاست نتیجه، په فلسطین باندې ۷۰ کلن ظلم او تیری او نړیوال ایټمي وسله ایزي سیالۍ دي.
https://avapress.com/vdccx1qio2bqp48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته