دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۸
د مطلب کود : 253856
د کندهار والي په مشرۍ د اقتصادي شورا نوبتي غونډه جوړه سوه
د کندهار ولایت مقام کښي د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په مشرۍ د اقتصادي شورا نوبتي غونډه جوړه سوه، چي پکښي ددې شورا ټولو غړیو ګډون کړی وو.
افغان غږ خبری آژانس – مانیتورینګ، د اقتصادي شورا دا نوبتي غونډه چي د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره راپیل سوه، په پيل کي د تېري غونډي د پرېکړو او پر هغوي یې د اجراآتو په اړه معلومات غونډي ته وړاندي سول، چي وروسته د پيل په وینا کي د نجیب عارف شرکت راغلي استازي خالد وردګ وویل، نجیب عارف شرکت له تېرو ۲۵ کلونو راهیسي له ایران او پاکستان هیوادونو افغانستان ته سمینټ واردوي، چي په خبره یې دا شرکت اوس غواړي په کندهار کي پانګه اچونه وکړي او دلې د سمینټو جوړولو فابریکه جوړه کړې، چي د سمنټو د تولید ترڅنګ به ۱۵۰۰ کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره کړي.
 
غونډه کي د اجنډا مطابق کندهار کي د پانګي اچوني پر لارو چارو، سوداګرو ته د پاسپورټونو او برېښنايي تذکیرو جوړولو په برخه کي اسانتیاوو برابرولو، په هوټلونو او نورو ځایونو کي له داخلي تولیداتو څخه د ګټي اخیستلو او یوشمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبري وسوې، چي په اړه یې د اقتصادي شورا یادو غړیو وویل، کندهار کي پانګي اچوني ته د پانګه‌والو راجلبولو په موخه باید هراړخیزه اسانتیاوي برابري سي، د سوداګرۍ د پراختیا لپاره باید د سوداګرو د پاسپورټونو او برېښنايي تذکیرو ستونزي حل سي او د کورنیو تولیداتو د پرمختګ لپاره باید له کورنیو تولیداتو څخه ګټه واخیستل سي.
 
تر ټولو موضوعاتو وروسته کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا ټولو ته ښه راغلاست ووایه او په خپلو خبرو کي یې لومړی د نجیب عارف شرکت څخه ځانګړې مننه وکړه، چي په کندهار کي پانګه اچونه کوي او د ولایتي ادارې په استازیتوب یې ورته د هرډول همکاریو ډاډ وړاندي کړ او هم یې په اقتصادي شورا کي د اړوندو ادارو مسئولینو ته سپارښتنه وکړه، ترڅو د نورو سوداګریزو شرکتونو او فابریکو ترڅنګ ددې شرکت سره هم هرډول همکاري وکړي او ستونزو ته یې پر وخت او ځای رسېدنه وکړي.

کندهار والي ددې شرکت پانګه اچونه د نورو شرکتونو د پانګي اچوني لپاره یو پُل وباله او له ټولو څخه یې وغوښتل، ترڅو د نورو ولایتونو او بهرني پانګه‌وال کندهار کي پانګي اچوني ته راوبولي.

ښاغلي وفا د خپلو خبرو په وروستیو کي زیاته کړه، چي د افغانستان اسلامي امارت ټول مسئولین شپه او ورځ پر دې کار کوي، ترڅو څنګه وکولای سي سوداګرو او صنعت‌کارانو ته اسانتیاوي رامنځته کړي، چي په خبره یې ټول مسئولین د سوداګرۍ او صنعت پراختیا ته پوره ژمن دي.

وروسته غونډه د دُعا په ویلو سره پای ته ورسېده.
 
سرچينه : د کندهار ولایت مقام د رسنیو او معلوماتو مرکز
https://avapress.com/vdcenx8wpjh8nvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته