دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۵۳
د مطلب کود : 253863
د امریکا او جنوبي کوریا د توغندیو توغول
د کوریا په ټاپووزمه کې تاوتریخوالی دوام لري، متحده ایالاتو او سویلي کوریا د شمالي کوریا د وروستي اقدام په ځواب کې د سویلي کوریا ختیځ ساحل څخه اته توغندي وویشتل.
افغان غږ خبری آژانس، سویلي کوریا او امریکا وايي، د دوشنبې په ورځ یې د جنوبي کوریا په ختیځ ساحل کې له ځمکې څخه ځمکې ته ویشتونکي اته توغندي توغولي دي. دا اقدام د یکشنبې په ورځ د شمالي کوریا د بالستیک توغندي په ځواب کې وشو.

د سویلي کوریا پوځ وویل چې دا اقدام د شمالي کوریا د توغندیو د سرچینې یا د دوی د قوماندې او ملاتړ مرکزونو پروړاندې "د دقیق برید کولو وړتیا او چمتووالی" په ګوته کوي.

رویټرز راپور ورکړی چې "د سویلي کوریا ولسمشر یون سوک یول، چې تیره میاشت واک ته ورسید، ژمنه وکړه چې د شمالي کوریا په وړاندې به سخت دریځ غوره کړي او د می په میاشت کې په سیول کې د متحده ایالاتو له ولسمشر جو بایډن سره په لیدنه کې د ګډو پوځي تمریناتو او د ګډې دفاع د پراختیا لپاره خبرې وکړې.

د یکشنبې په سهار، د سویلي کوریا د ګډو ځواکونو لوی درستیز یو بیان خپور کړ چې شمالي کوریا ختیځ سمندر ته یو بالستیک توغندی توغولی دی. د جاپان ساحلي ګارد دا هم ویلي چې ناپېژانده توغندی، چې احتمالا یو بالستیک توغندی و، د جاپان سمندر ته توغول شوی دی.

پیونګ یانګ سږ کال (۲۰۲۲) د ۱۸م ځل لپاره یو بالستیک توغندی وتوغاوه، وروسته له هغه چې د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون له لوري د توغندیو او اټومي ازموینو په اړه خپل سري بندیز لرې شو.

د یونهاپ خبري اژانس نن راپور ورکړ: "د سویلي کوریا او متحده ایالاتو پوځونو د دوشنبې په ورځ د سهار په ۴:۴۵ بجو د شمالي کوریا لخوا د اتو توغندیو په ځواب کې له ځمکې څخه ځمکې ته ۸ توغندي وتوغول.

د امریکا د پوځ د جنوبي هند او پاسیفیک قوماندې ویلي چې د امریکا او جنوبي کوریا ځواکونو ګډ تمرینونه وکړل.

پنټاګون په یوه بیان کې ویلي، "متحده ایالات او جنوبي کوریا د کوریا په ټاپووزمه او د هند او ارام سمندر په اوږدو کې سولې او سوکالۍ ته ژمن دي."
 
https://avapress.com/vdcce1qi12bqp48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته