دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۰۱
د مطلب کود : 254242
وال سټریټ ژورنال د ځینو پخوانیو حکومتي چارواکو فساد بربنډ کړ
وال سټریټ ژورنال راپور ورکوي چې یو شمېر پخوانیو حکومتي چارواکو چې له افغانستان څخه بهر ژوند کوي په تېرو شلو کلونو کې په پراخه کچه فساد کړی او په بهر کې یې لوکس او قیمتي کورونه لري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه راپور له مخې حمدالله محب، عطا محمد نور، اکیل حکیمی، خالد پاینده او مصطفی مستور په امریکا او متحده عربی اماراتو کې د میلیونونو ډالرو په ارزښت کورونه اخیستی دی.
 
په راپور کې دا هم راغلي چې د مالیې پخواني وزیر اکلیل حکیمي په امریکا کې د لس میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۰ کورونه اخیستي دي.
 
د پخواني حکومت د چارواکو فساد په داسې حال کې راپورته کېږي، چې په تېرو شلو کلونو کې له افغانستان سره په میلیاردونو ډالر بهرنۍ مرستې روانې وي، خو په هېواد کې د بنسټیزو پروژو د پام وړ کار نه دی شوی.
 
https://avapress.com/vdceee8wwjh8nwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته