دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۷
د مطلب کود : 254335
په افغانستان کې بې وزلۍ / سره صلیب د بیړنیو مرستو لپاره د ۸۰ میلیون فرانک غوښتنه وکړه
دا چې هېواد اقتصاد له بحران سره مخ دی او نړیوالو سازمانونو په وار وار په دې اړه خبرداری ورکړی، سره صلیب د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او له افغانستان سره یې د ۸۰ میلیونه فرانکو بیړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس، د سره صلیب نړیوالې کمیټې (ICRC) نن (پنجشنبه د غبرګولی ۲۶) د افغانستان په اړه یو راپور خپور کړی چې پکې راغلي چېد بشري ناورین وضعیت له امله یې د بیړنیو مرستو غوښتنه له ۳۶ میلیونه فرانک څخه ۸۰ ته لوړه شوې ده.
 
سره صلیب په ۳۴ ولایتونو کې له ۲ میلیونو خلکو سره د مرستې غوښتنه کړې ده. دا شمېره، چې د سازمان په باور د افغانستان د اغیزمنو وګړو لس سلنه جوړوي.
 
دغې کمېټې ویلي، وچکالۍ، سختو اقتصادي او روغتیايي بحرانونو د افغانستان ټوله خاوره اغېزمنه کړې ده.
 
سره صلیب په وینا، د ښځو او لږکیو ډلو په ګډون محدودیتونه او د پولو دننه او بهر بې ځایه کیدو دا ستونزمن حالت نور هم زیات کړی دی.
 
د سره صلیب نړیوالې کمیټې (ICRC) دغه راز ویلي چې د عامه خدمتونو په سیستم کې ګډوډي په افغانستان کې پانګونه کمزورې کړې ده.
 
سره صلیب زیاته کړه: "له پنځو کلونو څخه د کم عمر تر نیمایي زیات ماشومان تمه کیږي چې د شدید خوارځواکۍ تجربه کړي."
 
بې روزګاري، کمزوری روغتیايي سیستم، په روغتیايي سیستم کې نیمګړتیاوې، ښوونه او روزنه، انرژي او عامه خدمات نور هغه لاملونه دي چې پر خلکو فشار راوړي.
 
د سره صلیب د نړیوالې کمیټې له خوا د افغانستان له خلکو سره د مرستې دغه بیړنۍ غوښتنه په داسې حال کې شوې چې افغانستان له وروستیو تحولاتو وروسته له بې سابقې بیکارۍ، فقر او لوږې سره مخ دی.
 
https://avapress.com/vdchxknim23nmxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته