افغان غږ خبری آژانس، د دغو محصلینو له ډلې څخه یو تن وايي، چې د پولیتخنیک پوهنتون د تړلو موخه د لویې جرګې رابلل دي.
دغه محصل زياته کړه، چې د پوهنتون مسلينو له محصلينو غوښتي، چې ليليه هم پرېږدي. د هغه په وينا، زده کوونکي تر سبا پورې وخت لري چې خپل توکي له ليليې وباسي.
نوموړی وايي، د لویې جرګې ګډونوال به د پولیتخنیک پوهنتون په لیلیه کې ځای پرځای شي.
د دې جرګې نېټه نه ده معلومه او د اسلامي امارت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د اسلامي امارت چارواکو په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې په کابل کې به د سیاسي، امنیتي او ټولنیزو مسایلو په اړه غونډه وکړي. څرګنده نه ده چې دا غونډه به تر کوم عنوان لاندي جوړیږي.