دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۲۹
د مطلب کود : 255551
د هېواد په سویلي ولایتونو کې د کولرا د ناروغانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی
د هلمند او زابل سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د کولرا د ناروغانو د زیاتوالي خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس وايي، د هلمند ولایت په باغران ولسوالۍ کې ۵۹۰ کسان د کولرا په ناروغۍ اخته شوي چې له دې ډلې یې ۲۰ تنه مړه شوي دي.
 
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حافظ رشید هلمندي رسنیو ته وویل، په باغران ولسوالۍ کې د کولرا د ناروغۍ له خپرېدو راهیسې تر اوسه ۵۹۰ کسان په دې ناروغۍ اخته شوي او شاوخوا ۲۰ تنه مړه شوي دي.
 
ښاغلي هلمندي وویل، چې د دوشنبې په ورځ د کولرا اته نوي پېښې ثبت شوې، خو له نېکه مرغه په ​​دې ناروغۍ اخته کسان نه دي مړه شوي.
 
هغه زیاتوي چې د عامې روغتیا رئیس او د ډاکټرانو یو پلاوی سیمې ته تللي او وضعیت تر کنټرول لاندې دی.
 
په ورته وخت کې یو شمېر رسنیو د هلمند د عامې روغتیا د چارواکو په حواله ویلي، چې باغران ولسوالۍ ته ګرځنده روغتیايي ټیمونه استول شوي او د ناروغانو درملنه یې پیل کړې ده.
 
په همدې حال کې په زابل ولایت کې د کولرا سلګونه پېښې ثبت شوې دي.
 
د زابل ولايت د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالحکيم حکيمي وايي، چي مخکي له دې چي کوم ناروغ مړه شي، ډاکټران او روغتيايي کارکوونکي يې زيانمنو سيمو ته استولي.
 
هغه وویل: د دې ولایت په دای چوپان او شاه جوی ولسوالیو کې ۱۸۰ ناروغان په دې ناروغۍ اخته شوي او زموږ ټیمونه پر وخت اغېزمنو سیمو ته رسېدلي او له بده مرغه دوه تنه مو مړه شوي دي.
 
ځینو رسنیو ویلي، چې په زابل ولایت کې شاوخوا ۹۰۰ کسان په کولرا اخته دي.
 
تر دې مخکې د غزني سیمه ییزو چارواکو هم په دې ولایت کې د لسګونه کسانو د کولرا په ناروغۍ د اخته کېدو خبر ورکړی و.
 
اسهال، کانګې، د عضلاتو درد او د ادرار کموالی د کولرا نښې دي او د کولرا ناروغان د بدن مایعات له لاسه ورکوي.
 
کولرا یوه انتاني ناروغي ده چې په کوچني کولمو کې د Vibrio cholerae باکتریا له امله رامینځته کیدو سبب کیږي. دا باکتریا د ککړو اوبو څښلو او د ککړو سبزیجاتو په خوړلو سره بدن ته ننوځي.
 
هغه سبزیجات چې د کرلو په وخت کې د انسان سرې سره تغذیه کیږي خورا ککړ دي. کولرا د تاریخ په اوږدو کې اوه پراخه نړیواله وبا رامنځته کړي ده.
 
https://avapress.com/vdciwwarzt1aww2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته