دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۳
د مطلب کود : 255925
په یمن کې د تیریګر ایتلاف لخوا د اوربند څخه سرغړونه
سعودي ائتلاف په تېرو څو ساعتونو کښې ۱۷۲ ځله په یمن کښې له اوربنده سرغړونه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس: سبا خبری آژانس د یوې باخبرې سرچینې له قوله ویلی، چې د سعودی ائتلاف تیریګرو او اجیرانو په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې ۱۷۲ ځله په یمن کښې له بشری او پوځی اوربند څخه سرغړونه کړې ده.
 
دغې سرچینې وویل: تیریګر ائتلاف په الدیل ولایت کښې درې هوایی حملې وکړې او له اوربند څخه په سرغړونې کښې د جاسوسی او استخباراتی الوتکو الوتنې، د پوځی خندقو جوړول او د توپخانې حملې شاملې وې.
 
دوه ورځې مخکې د سعودی د پوځ لخوا په ۲۴ ساعتونو کې ۱۸۱ وارې په یمن کې د بشردوستانه اوربند څخه سرغړونه شوې ده.
 
په یمن کې اوربند چې د روژې د میاشتې په پیل کې د ملګرو ملتونو په غوښتنه او د یمن د ملي نجات د حکومت په شرایطو برابر شو، د سعودی ائتلاف له خوا د ملګرو ملتو له سلا مشورو وروسته په پرله پسې توګه سرغړونه شوې ده. بیا یې وغځوله، بالاخره د یوې میاشتې لپاره، د نورو دوو میاشتو لپاره وغځول شو.
 
تر دې مخکې د یمن د سترې سیاسي شورا مشر مهدي المشط ویلي وو چې په یمن کې اوربند د سعودي ائتلاف له خوا د پرله پسې سرغړونو له کبله تقریباً له منځه تللی دی.
 
https://avapress.com/vdcdxk0xkyt0kn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته