دخپریدو نیټه :شنبه ۱ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۴۱
د مطلب کود : 256012
تر دې دمه په هېواد کې لږ تر لږه ۱۴ زره کسان په کولرا اخته شوي دي
په هېواد کې د کولرا له خپرېدو وروسته ځايي سرچينې تاييدوي چې په سوېل لوېديځو ولايتونو کې تر شپږ زرو ډېر کسان په کولرا اخته شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د جوزجان ولایت روغتیايي چارواکو له آوا سره په خبرو کې د کولرا له ۷۰۰۰ څخه د زیاتو پېښو خبر ورکړی و. په غزني او دایکندي ولایتونو کې لږ تر لږه زره نور کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په هیواد کې د کولرا د ناروغۍ له خپریدو وروسته سیمه ییزې سرچینې تاییدوی چې د هیواد په جنوب لویدیځو ولایتونو کې څه باندې شپږ زره کسان په کولرا اخته شوی دی.
 
په کندهار، هلمند، اروزګان او زابل ولایتونو کې سرچیني وايي، چې په دغو ناروغانو کې ډېری یې ماشومان دی او تر سلو ډېر یې مړه شوی دی.
 
دا په داسې حال کې ده چې د جوزجان ولایت روغتیايي چارواکو هم پرون له افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو کې اعلان وکړ چې د دغه ولایت څه باندې اووه زره اوسېدونکي په کولرا اخته شوي دي.
 
خو ځايي خلک وايي، د ناروغانو شمېر ډېر دی او کافي ډاکټران او درمل نه لري.
 
په تېرو ۴۰ ورځو کې د غزني او دایکندي ولایتونو لږ تر لږه ۱۰۰۰ اوسېدونکي د کولرا په ناروغۍ اخته شوي دي.
 
د يادو څلورو ولايتونو د روغتيايي څانګو د شمېرو پر بنسټ، د کولرا له ناروغۍ وروسته په زابل کې څلور زره، په هلمند کې ١٢٠٠، په کندهار کې ٧٧٠ او په اروزګان کې ٩٥ کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.
 
کولرا یوه حاد اسهال ناروغي ده چې د ویبریو کولرا په نوم د میکروب له امله رامینځته کیږي. دا میکروب د معدې له تیریدو وروسته د ناپاکو اوبو په خوړلو سره په کولمو کې وده کوي او د زهر (توکسین) د خوشې کیدو لامل کیږي او د کولمو له دیوال څخه د اوبو او محلولونو اخراج زیاتوي چې د اسهال له علایمو سره تړاو لري؛ له همدې امله میکروب د انسان د مدفوع له لارې په چاپیریال کې خپریږي او اوبه او خواړه ککړوي.
 
https://avapress.com/vdcb80b55rhbsgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته