دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۵۰
د مطلب کود : 256180
په زابل کې د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله څلور تنه وژل شوي او ۴۸ نور ټپیان دي
په زابل ولایت کې د سیلابونو له امله یو مسافر وړونکی بس چپه شوی چې له امله یې ۴ تنه وژل شوي او ۴۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د زابل ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي وايي، چې تېره شپه ۹ بجې په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله یو ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکی بس چپه شوی دی. چې په پایله کې یې څلور تنه وژل شوي او ۴۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
 
دى وايي، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او د ډېرو روغتيايي حالت ښه دى.
 
د زابل ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس وايي، دغه پېښه د شهر صفا ولسوالۍ او فولادګي په کلي کې رامنځته شوې ده.
 
هغه زياته کړه، چې دغه بس له کابل څخه کندهار ته روان و، چې په لاره کې له سيلاب سره مخ شو او چپه شو.
 
د يادونې وړ ده، چې له تېرو څو ورځو راهيسې د بارانونو له امله سيلابونه راوتلي، چې مالي او ځاني زيانونه يې اړولي دي.
 
https://avapress.com/vdch6-niv23nmzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته