دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۵۶
د مطلب کود : 256239
ملا برادر: اشغالګرو هېواد وران کړ، موږ یی د جوړلو په لټه کي یو
د رئیس الوزرا لومړي مرستيال په هلمند ولايت کې د کجکي د برېښنا بند د دويم فاز د پرانېستې په مراسمو کې وويل چې بهرنيانو د خپل شتون پر مهال دا وطن وران کړ او موږ يې اوس بيا رغوو.
افغان غږ خبری آژانس: رئیس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر د کجکي د برېښنا بند د دویم فاز د پرانېستې په مراسمو کې وویل چې افغانستان د بهرنیانو په مرسته او خیریه بنسټ نه دی جوړ شوی، بلکې برعکس بهرنیانو ویجاړ کړی دی.
 
نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت به په داخلي عایداتو او تولیداتو هېواد جوړوي.
 
ملا برادر ویلي چې نړیوالې ټولنې زموږ وطن نه دی جوړ کړی. بلکه، هغه یې ویجاړ کړ او اوس یې موږ بیا جوړوو.
,
په هلمند کې د کجکي بند د سل میګاواټو په ظرفیت د تولید د دوهم فاز د کار د پیل مراسم نن د اسلامي امارت د مسؤلینو لخوا ترسره کیږي.
 
د يادونې وړ ده، چې د کجکي برېښنا بند په هلمند ولايت کې موقعيت لري او د دغه بند لومړى فاز د ٥١ ميګاواټه برېښنا په ظرفيت د تېر حکومت په موده کې پيل شوى و.
 
د دې برخې د دویم فاز د کار تړون هم په ۲۰۱۶ کال کې له یوه ترکي شرکت سره د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت لاسلیک شوی و، چې نن پرانیستل شو.
 
https://avapress.com/vdcc1eqio2bqpi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته