افغان غږ خبری آژانس: په انګلستان کې سخته ګرمي د سه شنبې په ورځ د دغه هیواد په تاریخ کې بې سارې کچې ته ورسیده او د څړځایونو د اور او د لندن په شاوخوا کې د یو شمیر کورونو د ویجاړیدو لامل شو.
اوس په داسې حال کې چې په لندن کې د هوا تودوخه د سانتي ګراد له ۴۰ درجو څخه اوښتې ده، د پلازمېنې په شاوخوا څړځایونو کې اور لګېدلی او د لوګي یې دغه سیمه پوښلې ده.
د راپور له مخې، له همدې امله، د سیمه ییزو پولیسو ځواکونو د دې سیمې له اوسیدونکو څخه وغوښتل چې د مخنیوي تدابیر په توګه د کور خپلو کورونو څخه ووځي.
ځايي چارواکي وايي، د اورلګېدنې له امله ۱۴ کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي. دا اور د هغو سلګونو اورونو څخه دی چې تیره اونۍ په لندن کې ولګېد.
د لندن ولسوالۍ ودانۍ او تاسيسات دومره وسايل نه لري چې د سختې ګرمۍ له امله له رامنځته شويو ستونزو سره مقابله وکړي او خلکو تر اوسه د څړځايونو اورونه نه دي تجربه کړي.