دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۵
د مطلب کود : 256266
د اسلامي امارت مشر واليانو ته په خطاب کي: قومي تعصب له منځه یوسئ
د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخندزاده په کندهار کې د واليانو له یوې ډلې سره په کتنه کې هغوی ته وویل چې قومي تعصب له منځه یوسي. هغه همدارنګه د اسلامي ټولنې د ستونزو په حل کې د شریعت پر رول ټینګار وکړ او د افرادو له خوا جوړ شوي قوانین د تطبیق وړ نه ګڼي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د اسلامي امارت رهبر ملاهبت الله اخندزاده په هغه غونډه کې چې پرون په کادهار کې ترسره شوه، ټینګار کړي چې د اسلامي امارت یواځي د الله تعالی حکم د پلی کیدو وړ دي او پرېکړې د شريعت پر بنسټ کېږي.
 
د اسلامي امارت مشر په افغانستان کې پر جمهوري نظام نیوکه کړې او ویلي یې دي چې په هغه وخت کې خلکو د خپلې خوښې له مخې قانون جوړاوه.
 
 هغه د خلکو او ملي شورا له خوا د هر ډول قانون جوړېدل باطل او د نه پلي کېدو وړ ګڼي.
 
په دې کتنه کې د اسلامي امارت رهبري پلاوي هم د سوالګرو پاملرنې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې له هیواد څخه د سوالګرۍ د کلتور د له منځه وړلو لپاره باید د هغوی اړتیاوو ته پاملرنه وشي.
 
د طالبانو مشر واليانو ته ویلي دي چې د ښځو سوالګرو لپاره دې معاش وټاکي تر څو هغوی سوال کولو ته اړ نه شي.
 
د اسلامي امارت مشر په داسې حال کې په هېواد کې له سوالګرو سره پر چلند ټینګار کوي، چې فقر او بې روزګاري د افغانستان په ګوټ ګوټ کې ګڼ شمېر خلک د یوې ګولې ډوډۍ موندلو لپاره سوالګرو ته مخه کړې ده.
 
که څه هم د سوالګرۍ کلتوراو په دې برخه کې د اقتصادي مافیا لاس وهنې تل د دې ستونزې لمنه زیاته کړې، خو د ټولنیزو او اقتصادي چارو کارپوهان وايي چې له دې ټولنیزې ستونزې څخه د خلاصون یوازینۍ لار د حکومت له لوري خلکو ته د کار پیدا کول دي.
 
https://avapress.com/vdcceeqie2bqpi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته